او كله چې الله له تاسو سره په دوه ډلو كې د یوې وعده كوله چې بېشكه دا تاسو لپاره ده او تاسو (دا) خوښوله چې بېشكه بې وسلې ډله دې تاسو لپاره شي او الله اراده كوي چې په خپلو كلماتو سره حق ثابت كړي او د كافرانو بېخ غوڅ كړي (۷)
تفسیر
او یادکړئ -ای جګړه کوونکو مومنانو- کله چې الله تعالی ستاسو سره وعده وکړه چې یقینا تاسو لره به کامیابي وي په یوې له دوو ډلو د مشرکانو نه، او هغه به یا قافله وي او هغه مال به وي چې د دې قافلې سره دی نو تاسو به یې د غنیمت په ډول واخلئ، یا به تاسو هغوی ته وروځئ نو جنګ به ورسره کوئ او په هغوی به کامیابیږئ، او تاسو دا خوښه ګڼئ چې تاسو پدې قافلې باندې کامیاب شئ ځکه چې په دې باندې تاسو په آسانئ غلبه کولئ شئ پغیر د جنګ نه، او الله تعالی غواړي چې ښکاره کړي حق لره په امر کولو سره تاسو ته په جنګ سره، نو عاقبت دا دی چې تاسو به د مشرکانو مشران ووژنئ، او د هغوی نه به ډیر بندیان کړئ د دې لپاره چې د اسلام طاقت او قوت ښکاره شي.