سوره عبس (تندی تریو کړ)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
عَبَسَ وَتَوَلَّىٰ i
80:۱ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه (۱)
أَنْ جَاءَهُ الْأَعْمَىٰ i
80:۲په دې وجه چې ده ته ړوند راغى (۲)
وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّىٰ i
80:۳او ته څه شي پوه كړى يې۔، ښايي چې دى پاك شي (۳)
أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنْفَعَهُ الذِّكْرَىٰ i
80:۴یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي (۴)
أَمَّا مَنِ اسْتَغْنَىٰ i
80:۵هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده (۵)
فَأَنْتَ لَهُ تَصَدَّىٰ i
80:۶نو ته په هغه پسې كېږې (۶)
وَمَا عَلَيْكَ أَلَّا يَزَّكَّىٰ i
80:۷حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي (۷)
وَأَمَّا مَنْ جَاءَكَ يَسْعَىٰ i
80:۸او هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي (۸)
وَهُوَ يَخْشَىٰ i
80:۹په داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي (۹)
فَأَنْتَ عَنْهُ تَلَهَّىٰ i
80:۱۰نو ته له هغه نه مشغولېږې (۱۰)
كَلَّا إِنَّهَا تَذْكِرَةٌ i
80:۱۱داسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى (۱۱)
فَمَنْ شَاءَ ذَكَرَهُ i
80:۱۲نو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني (۱۲)
فِي صُحُفٍ مُكَرَّمَةٍ i
80:۱۳(دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى (۱۳)
مَرْفُوعَةٍ مُطَهَّرَةٍ i
80:۱۴چې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي (۱۴)
بِأَيْدِي سَفَرَةٍ i
80:۱۵د لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې (۱۵)
كِرَامٍ بَرَرَةٍ i
80:۱۶چې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي (۱۶)
قُتِلَ الْإِنْسَانُ مَا أَكْفَرَهُ i
80:۱۷انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى! (۱۷)
مِنْ أَيِّ شَيْءٍ خَلَقَهُ i
80:۱۸دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟ (۱۸)
مِنْ نُطْفَةٍ خَلَقَهُ فَقَدَّرَهُ i
80:۱۹له نطفې نه۔، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى (۱۹)
ثُمَّ السَّبِيلَ يَسَّرَهُ i
80:۲۰بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده (۲۰)
ثُمَّ أَمَاتَهُ فَأَقْبَرَهُ i
80:۲۱بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود (۲۱)
ثُمَّ إِذَا شَاءَ أَنْشَرَهُ i
80:۲۲بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي (۲۲)
كَلَّا لَمَّا يَقْضِ مَا أَمَرَهُ i
80:۲۳داسې نه ده۔، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى (۲۳)
فَلْيَنْظُرِ الْإِنْسَانُ إِلَىٰ طَعَامِهِ i
80:۲۴نو انسان دې خپل طعام ته وګوري (۲۴)
أَنَّا صَبَبْنَا الْمَاءَ صَبًّا i
80:۲۵چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول (۲۵)
ثُمَّ شَقَقْنَا الْأَرْضَ شَقًّا i
80:۲۶بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول (۲۶)
فَأَنْبَتْنَا فِيهَا حَبًّا i
80:۲۷نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي (۲۷)
وَعِنَبًا وَقَضْبًا i
80:۲۸او انګور او تركاريانې (۲۸)
وَزَيْتُونًا وَنَخْلًا i
80:۲۹او زیتون او كجورې (۲۹)
وَحَدَائِقَ غُلْبًا i
80:۳۰او ګڼ باغونه (۳۰)
وَفَاكِهَةً وَأَبًّا i
80:۳۱او مېوې او ګياه (واښه) (۳۱)
مَتَاعًا لَكُمْ وَلِأَنْعَامِكُمْ i
80:۳۲ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره (۳۲)
فَإِذَا جَاءَتِ الصَّاخَّةُ i
80:۳۳نو كله چې سخت اواز راشي (۳۳)
يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ i
80:۳۴په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي (۳۴)
وَأُمِّهِ وَأَبِيهِ i
80:۳۵او له خپلې مور او خپل پلاره (۳۵)
وَصَاحِبَتِهِ وَبَنِيهِ i
80:۳۶او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه (۳۶)
لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ i
80:۳۷په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي (۳۷)
وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُسْفِرَةٌ i
80:۳۸څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي (۳۸)
ضَاحِكَةٌ مُسْتَبْشِرَةٌ i
80:۳۹خندېدونكي (او) خوشاله به وي (۳۹)
وَوُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ عَلَيْهَا غَبَرَةٌ i
80:۴۰او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي (۴۰)
تَرْهَقُهَا قَتَرَةٌ i
80:۴۱دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي (۴۱)
أُولَٰئِكَ هُمُ الْكَفَرَةُ الْفَجَرَةُ i
80:۴۲دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي (۴۲)