سورة المطففين (فریب ورکونکي)

سورة المطففين د قرآنکریم ۸۳ مه سوره ده، چې په مدینه کې نازله شوې او ۳۶ آیتونه لري. دا سوره هغه کسان غندلي چې په سوداګریو کې د بل چا سره فریب کوي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د نورو مالونه لوټوي، او د عدل او رښتینولۍ اهمیت باندې ټینګار کوي.

سوره المطففين (کم اندازه کوونکي)

همدارنګه پېژندل کېږي په نوم: ويل للمطففين (کم ورکوونکو ته هلاکت), التطفيف (کم ورکول)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ ۞

i

د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى

الَّذِينَ إِذَا اكْتَالُوا عَلَى النَّاسِ يَسْتَوْفُونَ ٢ i

83:۲

هغه كسان چې دوى له خلقو نه ځان ته پېمانه اخلي (، نو) پوره (يې) اخلي (۲)

وَإِذَا كَالُوهُمْ أَوْ وَزَنُوهُمْ يُخْسِرُونَ ٣ i

83:۳

او كله چې دغو (خلقو) ته پېمانه وركوي، یا يې دوى ته تلي (، نو) كمى كوي (۳)

أَلَا يَظُنُّ أُولَٰئِكَ أَنَّهُمْ مَبْعُوثُونَ ٤ i

83:۴

ایا دغه خلق یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كول شي (۴)

كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْفُجَّارِ لَفِي سِجِّينٍ ٧ i

83:۷

هیڅكله داسې نه ده په كار، بېشكه د فاجرانو (كافرانو) كتاب (لیكل شوي عملونه) خامخا په سجین كې دي (۷)

وَمَا يُكَذِّبُ بِهِ إِلَّا كُلُّ مُعْتَدٍ أَثِيمٍ ١٢ i

83:۱۲

او دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار (۱۲)

إِذَا تُتْلَىٰ عَلَيْهِ آيَاتُنَا قَالَ أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ ١٣ i

83:۱۳

كله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي (۱۳)

كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ مَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ١٤ i

83:۱۴

داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول (۱۴)

كَلَّا إِنَّهُمْ عَنْ رَبِّهِمْ يَوْمَئِذٍ لَمَحْجُوبُونَ ١٥ i

83:۱۵

داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي (۱۵)

ثُمَّ يُقَالُ هَٰذَا الَّذِي كُنْتُمْ بِهِ تُكَذِّبُونَ ١٧ i

83:۱۷

بیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه (۱۷)

كَلَّا إِنَّ كِتَابَ الْأَبْرَارِ لَفِي عِلِّيِّينَ ١٨ i

83:۱۸

داسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي (۱۸)

تَعْرِفُ فِي وُجُوهِهِمْ نَضْرَةَ النَّعِيمِ ٢٤ i

83:۲۴

(اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې (۲۴)

خِتَامُهُ مِسْكٌ ۚ وَفِي ذَٰلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ ٢٦ i

83:۲۶

چې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي (۲۶)

إِنَّ الَّذِينَ أَجْرَمُوا كَانُوا مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا يَضْحَكُونَ ٢٩ i

83:۲۹

بېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى۔، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و (۲۹)

وَإِذَا مَرُّوا بِهِمْ يَتَغَامَزُونَ ٣٠ i

83:۳۰

او كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل (۳۰)

وَإِذَا انْقَلَبُوا إِلَىٰ أَهْلِهِمُ انْقَلَبُوا فَكِهِينَ ٣١ i

83:۳۱

او كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل (۳۱)

وَإِذَا رَأَوْهُمْ قَالُوا إِنَّ هَٰؤُلَاءِ لَضَالُّونَ ٣٢ i

83:۳۲

او كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي (۳۲)

وَمَا أُرْسِلُوا عَلَيْهِمْ حَافِظِينَ ٣٣ i

83:۳۳

حال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي (۳۳)

فَالْيَوْمَ الَّذِينَ آمَنُوا مِنَ الْكُفَّارِ يَضْحَكُونَ ٣٤ i

83:۳۴

نو په نن ورځ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ په كافرانو پورې خندا كوي (۳۴)

هَلْ ثُوِّبَ الْكُفَّارُ مَا كَانُوا يَفْعَلُونَ ٣٦ i

83:۳۶

یقینًا كافرانو ته د هغه څه بدله وركړى شوه چې دوى به كول (۳۶)