سوره الإنشقاق (چاودېدل)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
إِذَا السَّمَاءُ انْشَقَّتْ i
كله چې اسمان څیرې شي (۱)
وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ i
او خپل رب ته غوږ كېږدي او دى (اسمان) د همدې لايق دى (۲)
وَإِذَا الْأَرْضُ مُدَّتْ i
او كله چې ځمكه راښكلى شي (۳)
وَأَلْقَتْ مَا فِيهَا وَتَخَلَّتْ i
او هغه څه د باندې وغورځوي چې په دې كې دي او خالي شي (۴)
وَأَذِنَتْ لِرَبِّهَا وَحُقَّتْ i
او خپل رب ته غوږ كېږدي او دا د همدې لايق ده (۵)
يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَىٰ رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَاقِيهِ i
اى انسانه! بېشكه ته په پوره كوشش سره كار كوونكى يې تر خپل ربه (سره د ملاقات پورې)، ښه په كوشش سره كار كول، پس ته له دغه (خپل عمل) سره ملاقات كوونكى يې (۶)
فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ i
نو هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) په ښي لاس كې وركړى شي (۷)
فَسَوْفَ يُحَاسَبُ حِسَابًا يَسِيرًا i
نو ژر ده چې له ده سره به حساب وكړى شي، ډېر اسان حساب (۸)
وَيَنْقَلِبُ إِلَىٰ أَهْلِهِ مَسْرُورًا i
او دى به خپل اهل ته خوشاله وګرځي (۹)
وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ وَرَاءَ ظَهْرِهِ i
او هر چې هغه څوك دى چې هغه ته خپل كتاب (عمل نامه) له خپلې شا نه وروسته وركړى شي (۱۰)
فَسَوْفَ يَدْعُو ثُبُورًا i
نو دى به ژر هلاكت ته چغې كړي (۱۱)
وَيَصْلَىٰ سَعِيرًا i
او د دوزخ بل اور ته به ننوځي (۱۲)
إِنَّهُ كَانَ فِي أَهْلِهِ مَسْرُورًا i
بېشكه دى په خپل اهل كې خوشاله و (۱۳)
إِنَّهُ ظَنَّ أَنْ لَنْ يَحُورَ i
بېشكه ده یقین كړى و چې دى به له سره بېرته (الله ته) ونه ګرځي (۱۴)
بَلَىٰ إِنَّ رَبَّهُ كَانَ بِهِ بَصِيرًا i
ولې نه! بېشكه د ده رب ده لره تل ښه ليدونكى و (۱۵)
فَلَا أُقْسِمُ بِالشَّفَقِ i
نو زه قسم خورم په شفق (له ماښام نه پس په سوروالي) (۱۶)
وَاللَّيْلِ وَمَا وَسَقَ i
او په شپه او په هغه څه چې دې راجمع كړي دي (۱۷)
وَالْقَمَرِ إِذَا اتَّسَقَ i
او په سپوږمۍ كله چې دا كامله شي (۱۸)
لَتَرْكَبُنَّ طَبَقًا عَنْ طَبَقٍ i
چې تاسو به خامخا ضرور رسېږئ یو حال ته وروسته له بل حال نه (۱۹)
فَمَا لَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ i
نو په دوى څه شوي دي چې دوى ایمان نه راوړي (۲۰)
وَإِذَا قُرِئَ عَلَيْهِمُ الْقُرْآنُ لَا يَسْجُدُونَ ۩ i
او كله چې په دوى باندې قرآن لوستى شي دوى سجده نه كوي (۲۱)
بَلِ الَّذِينَ كَفَرُوا يُكَذِّبُونَ i
بلكې هغه كسان چې كافران شوي دي؛ هغوى تكذیب كوي (۲۲)
وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يُوعُونَ i
او الله ښه عالم دى په هغه څه چې دوى يې پټ ساتي (۲۳)
فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ i
نو ته دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه (۲۴)
إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ i
غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره نه ختمېدونكى اجر دى (۲۵)