سوره التوبه (توبه) (آیت 101)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۱۰۱

وَمِمَّنْ حَوْلَكُمْ مِنَ الْأَعْرَابِ مُنَافِقُونَ ۖ وَمِنْ أَهْلِ الْمَدِينَةِ ۖ مَرَدُوا عَلَى النِّفَاقِ لَا تَعْلَمُهُمْ ۖ نَحْنُ نَعْلَمُهُمْ ۚ سَنُعَذِّبُهُمْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ يُرَدُّونَ إِلَىٰ عَذَابٍ عَظِيمٍ 101 ١٠١

او ستاسو په شاو خوا كې چې اعرابیان دي، په هغو كې ځینې منافقان دي او ځینې د مدینې له اوسېدونكو نه هم، چې په نفاق باندې ټینګ شوي دي، ته (اى نبي!) هغوى نه پېژنې، مونږ يې پېژنو، ژر به مونږ دوى ته دوه ځله عذاب وركړو، بیا به دوى ډېر لوى عذاب ته ورګرځولى شي (۱۰۱)

تفسیر
او د صحرا له اوسېدونکو منافقانو چې ښار ته نېږدې دي او له ښاري منافقانو ځينې پر نفاق ولاړ دي او ثابت پرې پاتې شوي دي، ته پر هغوی نه پوهېږې ای پېغمبره! الله داسې ذات دی چې پر هغوی پوهيږي، زر به دوه ځلې سزا ورکړي: يو ځل په دنيا کې د هغوی د نفاق په ښکاره کولو، د هغوی په وژلو او بندي کولو سره، بل ځل په آخرت کې د قبر په عذاب سره، بيا به ورګرځول کیږي د قیامت په ورځ لوی عذاب ته چې د اور تر ټولو لاندې برخه کې دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ