سوره التوبه (توبه) (آیت 102)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۱۰۲

وَآخَرُونَ اعْتَرَفُوا بِذُنُوبِهِمْ خَلَطُوا عَمَلًا صَالِحًا وَآخَرَ سَيِّئًا عَسَى اللَّهُ أَنْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ 102 ١٠٢

او (ځینې) نور (خلق) دي چې په خپلو ګناهونو قايله شوي دي، دوى نېك عمل او بل بد عمل سره ګَډ (او ميلاو) كړي دي، امېد دى چې الله به په دوى رجوع وكړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۱۰۲)

تفسیر
له ښاري خلکو بل قوم داسې دی چې پرته له عذره له غزا پاتې شول، پر خپلو ځانو يې اقرار وکړ چې هغوی لره کوم عذر نه و، د درواغو عذرونه يې را نه وړل، خپل پخواني نېک اعمال چې د الله پيروي کول، پر حکمونو يې ټينګ درېدل او د هغه په لار کې جهاد کول دي له ناروا کار سره ګډوډ کړل، له الله څخه هيله لري چې توبه يې قبوله کړي او ترې تېر شي، بېشکه الله د هغه چا بښونکی دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي او پر هغوی مهربانه دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ