سوره التوبه (توبه) (آیت 105)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۱۰۵

وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ ۖ وَسَتُرَدُّونَ إِلَىٰ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 105 ١٠٥

او (اى نبي!) ته ووایه: تاسو عمل كوئ، پس ضرور به الله ستاسو عمل وویني او د ده رسول او مومنان (هم) او ژر به تاسو بیا بوتلى شئ د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته، نو هغه به تاسو په هغو كارونو خبر كړي چې تاسو به كول (۱۰۵)

تفسیر
ای رسوله! ووايه دغو له جهاد پاتې کېدونکو او له خپلې ګناه توبه وېستونکو ته: د هغه زيان جبران وکړئ چې درڅخه پاتې شوی و، کړنې مو الله ته ځانګړې کړئ، داسې کارونه وکړئ چې هغه پرې راضي شي، الله د هغه رسول او مؤمنان به مو کړنې وويني، د قيامت په ورځ هغه پالونکي ته مو ورګرځئ چې پر هر څه پوهيږي، پر هغه څه پوهيږي چې تاسو يې پټوئ او پر هغه څه چې تاسو يې ښکاره کوئ، پر هغه څه به مو خبر کړي چې په دنيا کې مو کول او د هغو سزا به درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ