بېشكه الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې سلطنت خاص د هغه لپاره دى، هغه ژوندي كول كوي او هغه مړه كول كوي او تاسو لپاره له الله نه غیر نه هېڅ كار ساز شته او نه هېڅ مددګار (۱۱۶)
تفسیر
بېشکه الله لره د آسمانونو او ځمکې ملکيت دی، هغه لره پکښې شريک نشته، له هغه څخه په هغو دواړو کې څه پټ نه دي، ژوندی کوي د چا چې ژوندي کول وغواړي او مړ کوي هغه څوک چې مرګ يې وغواړي، او تاسو لره ای خلکو! له الله پرته کوم دوست نشته چې ستاسو چارې يې په لاس کې وي او نه کوم مرستندوی شته چې له تاسو څخه د بدۍ مخه ونيسي او د دښمن پر وړاندې مو مرسته وکړي.