سوره التوبه (توبه) (آیت 11)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۱۱

فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ ۗ وَنُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ 11 ١١

نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، نو بیا ستاسو وروڼه دي په دین كې او مونږ په تفصیل سره بیانوو ایتونه د هغه قوم لپاره چې پوهېږي (۱۱)

تفسیر
که توبه یې وایسته الله ته د خپل کفر نه او -لا اله الا الله محمدرسول الله-یې وویل او لمونځ یې ودراوه او د خپلو مالو نو زکات یې ورکړ په تحقیق سره دوی مسلمانان شول او دوی ستاسو ورونه شول په دین کې، د دوی لپاره هغه څه دي کوم چې ستاسو لپاره دي او په دوی باندې هغه څه دي کوم چې په تاسو دي او روا نه دی ستاسو لپاره جنګ کول د دوی سره، پس اسلام راوړل دوی بچ کړې وینې، مالونه اوعزتونه ددوی او بیانوو او په ډاګه کوو آیتونه د هغه قوم لپاره چې پوهیږي پس دغسې خلک درڅخه فايده اخلي اونوروته ورباندې فایده رسوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ