لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
مَا كَانَ لِأَهْلِ الْمَدِينَةِ وَمَنْ حَوْلَهُمْ مِنَ الْأَعْرَابِ أَنْ يَتَخَلَّفُوا عَنْ رَسُولِ اللَّهِ وَلَا يَرْغَبُوا بِأَنْفُسِهِمْ عَنْ نَفْسِهِ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ لَا يُصِيبُهُمْ ظَمَأٌ وَلَا نَصَبٌ وَلَا مَخْمَصَةٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا يَطَئُونَ مَوْطِئًا يَغِيظُ الْكُفَّارَ وَلَا يَنَالُونَ مِنْ عَدُوٍّ نَيْلًا إِلَّا كُتِبَ لَهُمْ بِهِ عَمَلٌ صَالِحٌ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ
د مدینې د خلقو لپاره او د دوى چاپېره د هغه چا لپاره چې اعرابیان دي، روا نه دي چې له رسول الله (ﷺ) نه شا ته پاتې شي او نه دا چې خپل ځانونه د هغه له ځان نه ښه او غوره وګڼي، دا ځكه چې یقینًا دوى چې دي، دوى ته نه څه تنده رسي او نه ستړي والى او نه لوږه د الله په لاره كې او نه دوى په كوم داسې ځاى قدمونه ږدي چې كفار په غصه كوي اونه رسي دوى دښمن ته په (هېڅ) رسېدلو سره (چې د هغوى وژل، بنديان كول او لوټ كول دي) مګر دوى ته په دې سره نېك عمل لیكلى شي، بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي (۱۲۰)
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ