سوره التوبه (توبه) (آیت 124)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۱۲۴

وَإِذَا مَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَٰذِهِ إِيمَانًا ۚ فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُوا فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ 124 ١٢٤

او كله چې هم كوم سورت نازل كړى شي، نو په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: په تاسو كې كوم یو دى چې دې (سورت) د هغه ایمان زیات كړ؟ نو هر چې مومنان دي، نو دې (سورت) د دوى ایمان ورزیات كړ، په داسې حال كې چې دوى ښه خوشالېږي (۱۲۴)

تفسیر
کله چې پر رسول الله صلی الله عليه وسلم کوم سورت نازل شي؛ نو له منافقانو ځينې د ملنډو او مسخرو په ډول پوښتنه کوي: دغه نازل شوی سورت چې محمد راوړی تاسو ته د ايمان له پلوه څه در زيات کړل؟ نو هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی او د هغه رسول يې رېښتونی ګڼلی، هغوی ته د سورت نازلېدو، مخکيني ايمان ته ايمان ور زيات کړی او هغوی پر هغه وحي خوشحاله دي چې نازله شوې ده، ځکه په هغو کې يې دنيوي او اخروي ګټې دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ