سوره التوبه (توبه) (آیت 16)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۱۶

أَمْ حَسِبْتُمْ أَنْ تُتْرَكُوا وَلَمَّا يَعْلَمِ اللَّهُ الَّذِينَ جَاهَدُوا مِنْكُمْ وَلَمْ يَتَّخِذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَلَا رَسُولِهِ وَلَا الْمُؤْمِنِينَ وَلِيجَةً ۚ وَاللَّهُ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ 16 ١٦

ایا تاسو دا ګمان كړى دى چې تاسو به (همداسې) پرېښودى شئ، حال دا چې لاتر اوسه الله هغه كسان نه دي معلوم (ظاهر) كړي چې جهاد يې كړى دى له تاسو نه، او له الله او د هغه له رسول او مومنانو نه غیر يې بل هېڅ رازدار نه دى نیولى او الله ښه خبردار دى په هغو عملونو چې تاسو يې كوئ (۱۶)

تفسیر
آیاګمان کوئ-ای مومنانو-چې الله تعالی به مو پرته له امتحانولو پریږدي؟ابتلا د الله تعالی د طریقو نه یوه طریقه ده، ژر دی چې په تاسو به ابتلا وکړی شي تر دې چې راښکاره کړي الله هغه په څرګنده راښکاره کولو د مجاهدینو بنده ګانو لپاره د ستاسو نه په اخلاص کولو الله ته هغه کسان چې نه یې دی نیولی په غیر د الله نه او په غیر د رسول د هغه نه او په غیر د مومنانو نه رازدار له کافرانو څخه چې دوستي دې وکړي د هغوی سره او چاڼ کړی شوي بنده ګان د هغوی نه چې مینه دې وکړي د هغوی سره او الله خبردار دی په هغه څه چې تاسو یې کوئ پټ نه دی په الله هیڅ شی او ژر دی چې سزا به درکړي تاسوته الله ستاسو د عملونو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ