سوره التوبه (توبه) (آیت 30)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
9
التوبه(التوبة)، آیت ۳۰
وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللَّهِ وَقَالَتِ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللَّهِ ۖ ذَٰلِكَ قَوْلُهُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ ۖ يُضَاهِئُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَبْلُ ۚ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ ۚ أَنَّىٰ يُؤْفَكُونَ
او یهودیانو وویل: عزیر د الله زوى دى او نصرانیانو وویل: مسیح د الله زوى دى، دا د دوى په خپلو خولو سره وینا ده، دوى د هغو كسانو له خبرې سره مشابهت كوي چې له دوى نه مخكې كافران وو، الله دې دوى هلاك كړي، څنګه (له سمې لارې نه) ګرځولى شي! (۳۰)
تفسیر
بیشکه هر یو د یهودو او نصاراو څخه مشرکان دي، یهودو د الله سره شرک کړی و هغه وخت چې دعوه یې کړې وه چې عزیر -علیه السلام- د الله زوی دی او نصاراو شرک کړی و کله یې چې دعوه کړې وه چې مسیح عیسی -علیه السلام- د الله زوی دی دا هغه وینا وه چې دوی له ځانه جوړه کړې وه د دوی د ژبې په سر خبره وه هیڅ دلیل ورباندې نه وو (د هغوی پخپل دین کې) دوی په دې وینا کې پخوانیو مشرکینو ته ورته والی لري چې هغوی ویلي و: بیشکه ملائک د الله لورګانې دي، اوچت دی الله ددې نه په بې حده اوچتوالي الله هلاک کړي وو (الله دې هلاک کړي) څرنګه د ښکاره حق څخه اړول کېږي باطل ته؟!.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: