سوره التوبه (توبه) (آیت 38)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۳۸

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ ۚ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ ۚ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ 38 ٣٨

اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په تاسو څه شوي دي چې كله تاسو ته وویل شي: د الله په لاره كې د غزا لپاره ووځئ (، نو) تاسو ځمكې ته درانه (او مایل) شئ؟ ایا تاسو د اخرت په مقابله كې په دې دنيايي ژوند راضي شوي یئ؟ نو د اخرت په مقابله كې د دنیاوي ژوند فايده نه ده مګر ډېره لږه (۳۸)

تفسیر
ای هغه کسانو چې ایمان یې راوړی دی په الله او د هغه په پېغمبر او د هغه په شریعت مو عمل کړی، ولې کله چې تاسو ته د الله په لار کې د جهاد کولو او دښمن د وژلو بلنه درکول شوه نو سستي مو وکړه، او خپلو کورونو کې ناستې ته مو میلان وکړ؟ آیا تاسو د دنیا د ژوند په زایله کېدونکې او لرې کېدونکې خوندونو راضي شوئ د آخرت د همیشني نعمتونو په بدل کې کوم چې الله تعالی په خپله لاره کې مجاهدینو ته چمتو کړي دي؟! پس نه ده ګټه د دنیا د ژوند د آخرت په مقابل کې مګر ډېر خسیسه او سپکه، نو څرنګه یو هوښیار کس د باقي په بدل کې فاني دنیا غوره کوي، او سپک شی د لوی شي په بدل کې غوره کوي؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ