سوره التوبه (توبه) (آیت 40)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۴۰

إِلَّا تَنْصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُوا ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا ۖ فَأَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُوا السُّفْلَىٰ ۗ وَكَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ 40 ٤٠

كه تاسو د دغه (رسول) مرسته ونه وكړئ، نو یقینًا الله د هغه مدد كړى دى كله چې دې كافران شويو خلقو په داسې حال كې ووېست چې دویم د دوو و۔، كله چې هغوى دواړه په غار كې وو، كله چې هغه خپل ملګري ته ویل: غم مه كوه، بېشكه الله زمونږ سره دى، نو الله په هغه باندې خپل تسكین نازل كړ او هغه يې په داسې لښكرو سره مضبوط كړ چې تاسو هغه نه دي لیدلي، او د كافران شويو خلقو كلمه يې ترټولو ښكته كړه او د الله كلمه، همغه تر ټولو لوړه ده، او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى (۴۰)

تفسیر
که چېرې تاسو -ای مومنانو- د الله د پېغمبر مرسته ونکړه، او د الله په لار کې د جهاد کولو په اړه مو د هغه بلنه و نه منله، نو په تحقیق سره الله ورسره مرسته کړې ده په هغه وخت کې چې تاسو ورسره نه واست، کله چې مشرکانو دې او ابو بکر رضي الله عنه راوویست، درېمګړی یې نه درلود کله چې دوی دواړه د ثور په غار کې له کافرانو څخه پټ شوي وو، او هغوی د دې دواړو پلټنه کوله، کله چې پېغمبر علیه السلام خپل ملګري ابو بکر ته وویل په داسې حال کې چې هغه پر ده وېرېده چې مشرکان یې ونه نیسي: مه خفه کېږه بېشکه الله تعالی د همغږۍ او مرستې له اړخه له مونږ سره دی، نو الله تعالی د خپل پېغمبر پر زړه ډاډینه (اطمینان) را کوز کړ، او د ملائکو داسې لښکر یې را ولېږه چې تاسو نشو لیدلای او د هغه مرسته یې کوله، او د کافرانو وینا یې ښکته کړله، او د الله تعالی وینا (کلمه) لوړه شوه کله چې اسلام لوړ شو، او الله تعالی په خپل ذات، غلبه او پاچاهۍ کې غالبه دی، هیڅوک پرې غالبه کېدلای نه شي، په خپل تدبیر او تقدیر او شریعت کې د حکمت خاوند دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ