سوره التوبه (توبه) (آیت 46)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۴۶

وَلَوْ أَرَادُوا الْخُرُوجَ لَأَعَدُّوا لَهُ عُدَّةً وَلَٰكِنْ كَرِهَ اللَّهُ انْبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِيلَ اقْعُدُوا مَعَ الْقَاعِدِينَ 46 ٤٦

او كه دوى (غزا ته) د وتلو اراده لرلى، نو ارومرو به دوى د دې (وتلو) لپاره د تیاري څه اسباب تیار كړي وو او لېكن الله د دوى پورته كېدل (د جهاد لپاره) نه و خوښ كړي، نو دوى يې په سست كولو سره بند كړل او وویل شو: تاسو كېنئ له كېناستونكو سره (۴۶)

تفسیر
که چېرې دوی په خپله دعوه کې ريښتونې وی چې دوی له تا سره د الله تعالی په لار کې جهاد ته وځي، نو دوی به هرومرو ځانونه چمتو کړی وو، او سامانونه به یې برابر کړی وی، لیکن د دوی وتل له تا سره د الله تعالی بد راغله، نو پر دوی وتل دروند تمام شول، تر دې چې په کور کښیناستل يې غوره کړل.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ