سوره التوبه (توبه) (آیت 49)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
9
التوبه(التوبة)، آیت ۴۹
وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ ائْذَنْ لِي وَلَا تَفْتِنِّي ۚ أَلَا فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُوا ۗ وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ
په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: ما ته اجازت راكړه او ما په فتنه (ګمراهۍ) كې مه اچوه، خبردار شئ! هم دوى په فتنه كې غورځیدلي دي او بېشكه جهنم یقینًا كافرانو لره راګېروونكى دى (۴۹)
تفسیر
او د منافقانو څخه ځینې هغه دي چې مختلف عذرونه وړاندې کوي، چې وایي: -ای د الله پېغمبره- ما ته اجازه راکړه چې له جهاد څخه شاته پاتې شم، او ما له ځان سره وتلو ته مه اړ کوه، داسې نه چې د دښمن -رومیانو- د ښځو د فتنو له امله په ګناه کې اخته نه شم کله یې چې ووینم، خبر دار چې دوی له دې څخه په لوی شي کې اخته شوي دي، چې هغه فتنه د منافقت ده، او د شاته پاتې کېدلو ده، بېشکه جهنم د قیامت په ورځ د منافقانو راګېروونکی دی، له دوی څخه ترې هېڅوک هم نه شي پاتې کېدی، او له دې څخه د تېښتې ځای هم نه شي موندلی.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: