سوره التوبه (توبه) (آیت 50)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۵۰

إِنْ تُصِبْكَ حَسَنَةٌ تَسُؤْهُمْ ۖ وَإِنْ تُصِبْكَ مُصِيبَةٌ يَقُولُوا قَدْ أَخَذْنَا أَمْرَنَا مِنْ قَبْلُ وَيَتَوَلَّوْا وَهُمْ فَرِحُونَ 50 ٥٠

كه تا ته څه ښیګڼه درورسیږي (، نو) …دوى خفه كوي، او كه چېرې تا ته څه مصیبت د رورسیږي (نو) دوى وايي: یقینًا مونږ خپل كار (د احتیاط) له مخكې نه نیولى و او واپس كېږي، په داسې حال كې چې دوى (ستا په مصیبت) ډېر خوشحاله وي (۵۰)

تفسیر
-ای پېغمبره- که چېرې تاته د الله لخوا د مرستې او غنیمت په ډول یو نعمت در ورسي نو دوی یې ډېر بد ګڼې، او پرې خفه کېږي، او که چېرې تا ته د غمېزې په ډول سختي درورسي او یا درباندې دښمن برلاسی شي نو دا منافقان داسې وایي: مونږ د خپلو ځانونو پاملرنه وکړه، او له هوښیارۍ مو کار واخیسته چې جنګ ته لاړ نشو څرنګه چې مومنان لاړل، نو دوی د وژنو او بندي کېدلو سره مخ شول، نو بیا دا منافقان خپلو کورونو ته په خوشالۍ او سلامتیا ستنېږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ