سوره التوبه (توبه) (آیت 57)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۵۷

لَوْ يَجِدُونَ مَلْجَأً أَوْ مَغَارَاتٍ أَوْ مُدَّخَلًا لَوَلَّوْا إِلَيْهِ وَهُمْ يَجْمَحُونَ 57 ٥٧

كه دوى څه د پناه ځاى ومومي، یا غارونه، یا بل د ننوتلو ځاى (، نو) خامخا به دوى هغه ته وګرځي، په داسې حال كې چې دوى به منډې وهي (۵۷)

تفسیر
که چېرې دا منافقان د پناه ځای پېدا کړي چې ځانونه پکې وساتي، او یا په غرونو کې څمڅې بیامومي چې په کې پټ شي، او یا داسې سوړې پېدا کړي چې پکې ننوځي نو هرومرو به دې ځایونو ته پناه یوسي، او په ډېره بېړه به ورننوځي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ