سوره التوبه (توبه) (آیت 60)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۶۰

إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ ۖ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 60 ٦٠

بېشكه همدا خبره ده چې صدقې (زكاتونه) يواځې د فقیرانو او مسكینانو لپاره دي او د هغو كسانو لپاره چې په دې باندې عامل (راټولوونكي) وي او د هغو لپاره د چا په زړونو كې چې الفت اچولى شي او په (ازادولو د) څټونو (د مریانو مكاتبانو) كې (به صرف كولى شي) او تاوان موندونكو لپاره او د الله په لار كې او د مسافرو لپاره (به صرف كولى شي، دغه مقرره (كړى شوې) فریضه ده د الله له جانبه او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى (۶۰)

تفسیر
بېشکه واجب زکات اړینه ده چې په فقیرانو مصرف شي، هغه حاجتمند چې مال ورسره وي د کسب او وظیفې څخه، خو هغه د دوی نه بس کېږي، او نه د دوی په حال کې څخه بدلون راولي، او هغه مسکینان چې نږدې وی چې هېڅ ونلري، او د دوی حال او خبرې له خلکو څخه پټې نه وي، او هغه کارمندان چې امام (حاکم) د زکات راټولولو لپاره ګومارلي وي، او هغه کافران چې په دې (زکات) ورکولو سره اسلام سره مینه پېدا کړي او مسلمانان شي، او یا کمزوري ایمان والاو ته چې ایمان یې پرې قوي شي، او یا هغه چاته چې له شر څخه یې په امن شي، او همدا راز غلامانو ته ورکول کېږي چې آزاد شي، او پوروړو ته چې د اسراف او ګناه له امله نه وي پوروړي شوي، که چېرې د پور پرې کولو وس ونلري، او (زکات) مصرفیږي د الله تعالی په لار کې د مجاهدینو چمتو والي لپاره، او هغه مسافرو لپاره چې خرچه (مصرف) ورسره خلاصه (ختمه) شوې وي، په دوي باندې د زکات مال یوازې د زکات مال مصرفول د الله تعالی لخوا فرض شوي دي، او الله تعالی د بندګانو په مصلحتونو ډېر ښه پوه دی، په خپل تدبیر او شریعت کې د حکمت څښتن دي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ