سوره التوبه (توبه) (آیت 61)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۶۱

وَمِنْهُمُ الَّذِينَ يُؤْذُونَ النَّبِيَّ وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ ۚ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ ۚ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ 61 ٦١

او په دوى كې ځینې هغه كسان دي چې نبي ته تكلیف رسوي او وايي: هغه (اورېدونكى) غوږ دى (هرڅه اوري او مني يې) ته ووایه: تاسو لپاره د خیر غوږ دى، په الله ایمان لري او په مومنانو باور كوي او په تاسو كې د هغو كسانو لپاره رحمت دى چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې د الله رسول ته تكلیف رسوي؛ د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى (۶۱)

تفسیر
او ځېنې منافقان د الله تعالی پېغمبر په خبرو سره ځوروي، او کله چې د هغه صبر او حوصله وویني نو وایی: دا خو د هر چا خبره اوري او باور پرې کوي، او د حق او باطل تر منځ توپير نه کوي، ته ورته ووایه -ای پېغمبره- بېشکه پېغمبر له خیر پرته بل څه نه اوري، په الله تعالی باور لري، او په هغه څه باور لري چې ریښتیني مومنان ورته خبر ورکوي، او په همدوی لورینه کوي، ځکه د ده بعثت پر هغه چا لورینه ده چې ایمان یې پرې راوړی دی، او هغه کسان چې پېغمبر علیه السلام ځوروي په هر ډول ځورونې سره نو دوی لپاره دردناک عذاب دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ