سوره التوبه (توبه) (آیت 62)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۶۲

يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَكُمْ لِيُرْضُوكُمْ وَاللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَقُّ أَنْ يُرْضُوهُ إِنْ كَانُوا مُؤْمِنِينَ 62 ٦٢

تاسو لپاره دوى په الله قسمونه خوري، د دې لپاره چې تاسو راضي كړي او الله او د هغه رسول زیات حقدار دي د دې چې دوى هغه راضي كړي، كه دوى ایمان راوړونكي وي (۶۲)

تفسیر
منافقان تاسو ته په الله تعالی قسمونه خوري -ای مومنانو- دا چې دوی داسې څه ندي ویلي چې پېغمبر علیه السلام پرې وځوروي، دې لپاره چې تاسو پرې خوشاله کړي، خو الله تعالی او د هغه پېغمبر علیه السلام ډېر غوره دي چې دوی يې په ایمان او نیک عمل سره خوشاله کړي که چېرې دوی ریښتیني مومنان وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ