سوره التوبه (توبه) (آیت 66)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۶۶

لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ ۚ إِنْ نَعْفُ عَنْ طَائِفَةٍ مِنْكُمْ نُعَذِّبْ طَائِفَةً بِأَنَّهُمْ كَانُوا مُجْرِمِينَ 66 ٦٦

عذرونه (بهانې) مه جوړوئ، یقینًا تاسو له خپل ایمان راوړو نه وروسته كافران شوي یئ، كه مونږ په تاسو كې یوې ډلې ته معافي وكړو (، نو) بلې ډلې ته به عذاب وركړو، په سبب د دې چې هغوى په رښتیا مجرمان وو (۶۶)

تفسیر
تاسو دا دروغ عذرونه مه وړاندې کوئ، ځکه تاسو کفر ښکاره کړی دی، چې ټوکې مو کړې دي پس له دې چې تاسو به پټولې، نو که چېرې ستاسو له یوې ډلې مونږ تېر شو چې منافقت یې پرېښې او ترېنه یې توبه ویستلې او الله تعالی ته یې اخلاص کړی، نو بله ډله به په عذاب اخته کوو چې په منافقت کې پاتې شوي او توبه یې ترینه نده کړې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ