سوره التوبه (توبه) (آیت 70)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۷۰

أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَاهِيمَ وَأَصْحَابِ مَدْيَنَ وَالْمُؤْتَفِكَاتِ ۚ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ ۖ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَٰكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ 70 ٧٠

ایا دوى ته د هغو كسانو (د عذاب) خبر نه دى راغلى چې له دوى نه مخكې وو (یعنې) د نوح قوم او عاد او ثمود او د ابراهیم قوم او د مدین والا او د چپه شويو كلیو (د قومِ لوط)، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې، نو الله له سره داسې نه و چې پر دوى يې ظلم كړى وى او لېكن هغوى پخپله پر خپلو ځانونو ظلم كاوه (۷۰)

تفسیر
آیا دې منافقانو ته د هغو دروغجنو قومونو د کړنو خبر ندی راغلی، او د هغه څه چې دوی ته یې سزا ورکړل شوې وه: چې د نوح هود صالح او ابراهیم علیهم السلام قومونه وو، او د مدین خلک وو، او د لوط علیه السلام د قوم کلي وو؛ دوی ته پېغمبران په ښکاره دلیلونو او څرګندو حجتونو سره راغلي وو، پس نه و الله تعالی چې په دوی باندې ظلم وکړي، لیکن دوی پر خپلو ځانونو باندې په الله تعالی باندې په کفر او د پېغمبرانو په دروغجنولو ظلم کړی و.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ