سوره التوبه (توبه) (آیت 71)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۷۱

وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ ۚ أُولَٰئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ 71 ٧١

او مومن سړي او مومنې ښځې د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي، دوى د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، دغه كسان (چې دي) ضرور به الله په دوى رحم وكړي، بېشكه الله ډیر غالب، ښه حكمت والا دى (۷۱)

تفسیر
او مومنان سړي او مومنانې ښځې ځینې د ځینو نورو مددګار او مرستندوی دي؛ ځکه چې ایمان سره یو ځای کړي دي، دوی په نیکیو امر کوي، او په هر هغه څه هم امر کوي چې الله تعالی ته خوښ وي لکه طاعت، توحید او لمونځ، او له بدیو څخه خلک منع کوي؛ او بدي هر هغه څه ته وایي چې د الله تعالی بد راځي چې ګناه ده لکه کفر او سود خوړل، او لمونځ په مکمل ډول ادا کوي، او د الله تعالی طاعت کوي، او د هغه د پېغمبر طاعت کوي؛ د همدې ښایسته صفتونو لرونکي به زر الله تعالی په خپل رحمت کې داخل کړي، بېشکه الله تعالی زورور دی، هېڅ څوک یې نشي مغلوبه کولی، او په خپل پېدایښت، تدبیر او شریعت کې د حکمت څښتن دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ