سوره التوبه (توبه) (آیت 72)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۷۲

وَعَدَ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ۚ وَرِضْوَانٌ مِنَ اللَّهِ أَكْبَرُ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ 72 ٧٢

الله د مومنو سړیو او مومنو ښځو سره د داسې جنتونو وعده كړې ده چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همیشه وي او د داسې پاكیزه اوسیدنځایونو چې د عدن (تل اوسېدنې) په جنتونو كې به وي۔ او د الله له جانبه رضامندي تر ټولو لویه ده، همدغه ډېره لویه كامیابي ده (۷۲)

تفسیر
الله تعالی د مومنانو سړو او ښځو سره ژمنه کړې چې دوی به د قیامت په ورځ جنتونو ته داخل کړي چې لاندې د قصرونو د هغې څخه ویالې بهېږي چې دوی به پکې تل پاتې اوسېږي، نه هلته مړه کېږي او نه یې نعمتونه پرې کېږي، او الله تعالی ورسره ژمنه کړې چې ښایسته کورونو ته یې داخل کړي چې د اوسېدو ځایونه وي، او د رضا مندۍ ژمنه یې ورسره کړې چې الله تعالې یې پرې نازلوي چې تر ټولو ستر نعمت دی، دا یاده شوې بدله ستره بریا ده چې د دې په څېر بله بدله نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ