سوره التوبه (توبه) (آیت 73)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۷۳

يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ جَاهِدِ الْكُفَّارَ وَالْمُنَافِقِينَ وَاغْلُظْ عَلَيْهِمْ ۚ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ 73 ٧٣

اى نبي! ته له كفارو او منافقانو سره جهاد كوه او په دوى سختي كوه او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى او (هغه) د ورتلو بد ځاى دى (۷۳)

تفسیر
ای پېغمبره! د کافرانو سره په توره جنګ وکړه، او د منافقانو سره په ژبه او دلیل ویلو سره جهاد وکړه، او دواړو ډلو سره سختي کوه؛ ځکه دوی د دې وړ دي، او د دوی ځای د قیامت په ورځ جهنم دی، او ډېر بد ځای د ورتللو دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ