سوره التوبه (توبه) (آیت 83)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۸۳

فَإِنْ رَجَعَكَ اللَّهُ إِلَىٰ طَائِفَةٍ مِنْهُمْ فَاسْتَأْذَنُوكَ لِلْخُرُوجِ فَقُلْ لَنْ تَخْرُجُوا مَعِيَ أَبَدًا وَلَنْ تُقَاتِلُوا مَعِيَ عَدُوًّا ۖ إِنَّكُمْ رَضِيتُمْ بِالْقُعُودِ أَوَّلَ مَرَّةٍ فَاقْعُدُوا مَعَ الْخَالِفِينَ 83 ٨٣

نو كه الله ته بېرته راوستې په دوى كې یوې ډلې ته، بیا دوى له تا نه (بلې غزا ته) د وتلو اجازت وغواړي، نو ته (ورته) ووایه: تاسو به له سره ونه وځئ (جهاد ته) زما سره، هیڅكله، او له سره به زما په ملګرتیا كې د كوم دښمن سره جنګ ونه كړئ، هیڅكله، بېشكه تاسو مخكې ځلې په ناسته راضي شوي وئ، نو (اوس) ناست اوسئ د وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، ماشومانو او عاجزو سړیو) سره (۸۳)

تفسیر
ای پېغمبره! که چېرې ته الله تعالی د منافقانو یوې ډلې ته چې په منافقت کلک دي راوګرځولی، او له تا څخه یې بلې غزا ته له تا سره د وتلو اجازه وغوښتله، نو ته ورته ووایه چې -ای منافقانو- هېڅکله هم له ما سره د الله تعالی په لار کې د جهاد لپاره مه وځئ، دا سزا ده تاسو لپاره، او لدې کبله چې ستاسو په شتون کې له ډېرو تاوانونو او فساد څخه ځانونه وژغورو، پس تاسو د تبوک په غزا کې په پاتې کېدو او ناستو خوښ واست، نو اوس هم تاسو د پاتې شوو کسانو لکه ناروغان، ښځو او کوچنیانو سره پاتې شئ.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ