سوره التوبه (توبه) (آیت 85)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۸۵

وَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَأَوْلَادُهُمْ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِي الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ 85 ٨٥

او تا دې په تعجب كې وانه اچوي د دوى مالونه او نه د دوى اولادونه، یقینًا الله همدا اراده لري چې دوى ته په دغو (مالونو او اولادونو) سره عذاب وركړي او روحونه يې ووځي، په داسی حال كې چې كافران وي (۸۵)

تفسیر
ای پېغمبره! د دې منافقانو شتمنۍ او اولادونه دې تا په تعجب کې نه اچوي، بېشکه الله تعالی دوی ته د دنیا په ژوند کې د عذاب ورکولو اراده لري، په داسې ډول چې دوی د دنیا ټولې ستونزې ګالي، او په دنیا کې هر ډول غمیزه ورته رسي، او دا چې د دوی روحونه د کفر په حال کې د دوی د جسدونو څخه وځي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ