سوره التوبه (توبه) (آیت 97)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




9 التوبه(التوبة)، آیت ۹۷

الْأَعْرَابُ أَشَدُّ كُفْرًا وَنِفَاقًا وَأَجْدَرُ أَلَّا يَعْلَمُوا حُدُودَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَىٰ رَسُولِهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ 97 ٩٧

اَعرابیان په كفر او نفاق كې ډېر سخت دي او ډېر لايق دي له دې سره چې د هغو (احكامو) په حدودو پوه نشي چې الله په خپل رسول نازل كړي دي او الله ډېر پوه، ښه حكمت والا دى (۹۷)

تفسیر
د صحرا خلک که کفر وکړي يا نفاق وکړي، د هغوی کفر د ښار د خلکو تر کفر سخت وي، نفاق يې د دغو خلکو تر نفاق سخت وي، هغوی زيات وړ دي د دې چې پر دين پوهه ونلري او زيات نږدې دي چې پر فرائضو، سنتو، او د هغو احکامو پر ضوابطو پوه نه وي چې الله يې پر خپل رسول نازل کړي دي، ځکه په هغوی کې جفا(په ژوند کې سختي) ټينګوالی او د اختلاط کموالی دی، الله د هغوی پر حال ښه پوه دی له هغوی هيڅ ترې پټ نه دي، په خپل تدبير او شريعت کې د حکمت څښتن دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ