سوره البلد (ښار)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
لَا أُقْسِمُ بِهَٰذَا الْبَلَدِ i
زه قسم خورم په دې ښار باندې (۱)
وَأَنْتَ حِلٌّ بِهَٰذَا الْبَلَدِ i
په داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې (۲)
وَوَالِدٍ وَمَا وَلَدَ i
او په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي (۳)
لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ فِي كَبَدٍ i
یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى (۴)
أَيَحْسَبُ أَنْ لَنْ يَقْدِرَ عَلَيْهِ أَحَدٌ i
ایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي (۵)
يَقُولُ أَهْلَكْتُ مَالًا لُبَدًا i
دى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى (۶)
أَيَحْسَبُ أَنْ لَمْ يَرَهُ أَحَدٌ i
ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى (۷)
أَلَمْ نَجْعَلْ لَهُ عَيْنَيْنِ i
ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي (۸)
وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ i
او یوه ژبه او دوه شونډي (۹)
وَهَدَيْنَاهُ النَّجْدَيْنِ i
اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي (۱۰)
فَلَا اقْتَحَمَ الْعَقَبَةَ i
نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست (۱۱)
وَمَا أَدْرَاكَ مَا الْعَقَبَةُ i
او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟ (۱۲)
فَكُّ رَقَبَةٍ i
خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي (۱۳)
أَوْ إِطْعَامٌ فِي يَوْمٍ ذِي مَسْغَبَةٍ i
او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده (۱۴)
يَتِيمًا ذَا مَقْرَبَةٍ i
یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي (۱۵)
أَوْ مِسْكِينًا ذَا مَتْرَبَةٍ i
یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي (۱۶)
ثُمَّ كَانَ مِنَ الَّذِينَ آمَنُوا وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ وَتَوَاصَوْا بِالْمَرْحَمَةِ i
بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي (۱۷)
أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ الْمَيْمَنَةِ i
دغه كسان دښي اړخ والا دي (۱۸)
وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِنَا هُمْ أَصْحَابُ الْمَشْأَمَةِ i
او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي۔ دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي (۱۹)
عَلَيْهِمْ نَارٌ مُؤْصَدَةٌ i
په دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي (۲۰)