سوره الضحى (غرمۍ)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
وَالضُّحَىٰ i
93:۱قسم دى په څاښت باندې (۱)
وَاللَّيْلِ إِذَا سَجَىٰ i
93:۲او په شپه باندې كله چې قراره شي (۲)
مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَىٰ i
93:۳چې ته خپل رب نه پریښى يې او نه يې (درسره) بغض ساتلى دى (۳)
وَلَلْآخِرَةُ خَيْرٌ لَكَ مِنَ الْأُولَىٰ i
93:۴او خامخا اخرت تا لپاره له دنیا نه ډېر غوره دى (۴)
وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضَىٰ i
93:۵او خامخا ژر به تا ته ستا رب دركړي، نو ته به راضي (خوشحاله) شې (۵)
أَلَمْ يَجِدْكَ يَتِيمًا فَآوَىٰ i
93:۶ایا ته يې یتیم نه وې موندلى؟ پس پناه ځاى يې دركړ (۶)
وَوَجَدَكَ ضَالًّا فَهَدَىٰ i
93:۷او ته يې ناخبره (او ناپوه) وموندلې، نو لار ښوونه يې (درته) وكړه (۷)
وَوَجَدَكَ عَائِلًا فَأَغْنَىٰ i
93:۸او ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې (۸)
فَأَمَّا الْيَتِيمَ فَلَا تَقْهَرْ i
93:۹نو هر چې یتیم دى، نو ته (ده ته) قهر مه كوه (۹)
وَأَمَّا السَّائِلَ فَلَا تَنْهَرْ i
93:۱۰او هر چې سوالګرى دى، نو ته يې مه رټه (۱۰)
وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ i
93:۱۱او پاتې شو (نعمت) نو ته د خپل رب نعمت بیانوه (۱۱)