سوره الشرح (تشریح)
همدارنګه پېژندل کېږي په نوم:
ألم نشرح (ایا موږ نه دی پراخ کړی), الانشراح (پراختیا)
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَٰنِ الرَّحِيمِ
iد الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ i
94:۱ایا مونږ تا لره ستا سینه نه ده فراخه كړې (۱)
وَوَضَعْنَا عَنْكَ وِزْرَكَ i
94:۲او له تا نه مو ستا دروند بار كوز كړى (۲)
الَّذِي أَنْقَضَ ظَهْرَكَ i
94:۳هغه (بار) چې ستا شا يې كږه (او) درنه كړې وه (۳)
وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ i
94:۴او تا لپاره مو ستا ذكر اوچت كړ (۴)
فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا i
94:۵نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته (۵)
إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ يُسْرًا i
94:۶بېشكه له سختۍ سره اساني شته (۶)
فَإِذَا فَرَغْتَ فَانْصَبْ i
94:۷نو كله چې ته فارغ شې، نو (په عبادت كې،) ځان ستړى كوه (۷)
وَإِلَىٰ رَبِّكَ فَارْغَبْ i
94:۸او خاص خپل رب ته رغبت (او زاري) كوه (۸)