سوره البينة (روښانه دلیل) (آیت 5)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




98 البينة(البينة)، آیت ۵

وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ حُنَفَاءَ وَيُقِيمُوا الصَّلَاةَ وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ ۚ وَذَٰلِكَ دِينُ الْقَيِّمَةِ 5 ٥

حال دا چې دوى ته حكم نه و وركړى شوى مګر په دې چې دوى دې د الله عبادت كوي، په داسې حال كې چې دین (عبادت) دغه (الله) لره خالص كوونكي وي (او) حنیفان (له باطله حق ته راګرځېدونكي) وي، او (د دې چې) دوى دې لمونځ قايموي او زكاۃت دې وركوي اوهم دغه ډېر محكم دین دى (۵)

تفسیر
د يهودانو او نصاراوو جرم او عناد څرګنديږي چې هغوی ته په دغه قرآن کې يوازې د هغه څه امر شوی دی چې په خپلو کتابونو کې ورته شوی وو، چې يوازې الله ولمانځي، له شرک ډډه وکړي، لمونځ وکړي، زکات ورکړي، چې پر کوم څه امر ورته شوی وو همغه داسې نېغ دين دی چې هيڅ کوږوالی پکې نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ