او مونږ په دوى ظلم نه و كړى او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم وكړ، نو د دوى هغه خدایان چې دوى به له الله نه غير بلل هېڅ شى په كار رانغلل، كله چې ستا د رب حكم راغى او دغو (خدایانو) دوى ته له هلاكت نه غیر (نور څه) ورزیات نه كړل هود ۱۱:۱۰۱ ⧉
تفسیر:
او موږ پر هغوی ظلم نه دی کړی، هغوی ته په تباهۍ رسولو، خو هغوی پرځانو ظلم کړی، چې ځانونه يې پر الله د کفر له امله د تباهۍ کندو ته اچولي دي؛ نو له الله پرته هغو معبودانو يې چې هغوی يې عبادت کولو له دوی څخه د تباهۍ د سزا مخه ونشوای نيولی ای رسوله! او د هغوی دغو معبودانو يوازې زيان او تباهي ور زياته کړه.