Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 116 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 116 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِنْ قَبْلِكُمْ أُولُو بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّنْ أَنْجَيْنَا مِنْهُمْ ۗ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَكَانُوا مُجْرِمِينَ 116
ترجمه:
نو له تاسو نه مخكې په تېر شويو امتونو كې ولې داسې د عقل او فكر خاوندان نه وو چې منع كولى يې (خلق) په ځمكه كې له فساد كولو نه (چې عذاب پرې نه وى راغلى) خو (منع كوله) لږو خلقو له هغه چا نه چې په دغو (خلقو) كې مونږ (هغوى ته) نجات وركړ، او پیروي وكړه هغو كسانو چې ظلم يې كړى و د هغې (لارې) چې په هغې كې اسوده كړى شوي وو او هغوى مجرمان وو هود ۱۱:۱۱۶
تفسیر:
آيا له مخکېنيو سزا ورکړل شويو امتونو څخه د فضيلت او صلاح څښتنان پاتې نه وو چې دغه امتونه يې له کفر او په ځمکه کې د ګناهونو له امله له وران کارۍ راګرځولي وای، له هغوی داسې پاتې شوني نه وو، مګر لږ هغه څوک چې له فساد څخه راګرځول کوي؛ نو هغوی مو وژغورل، کله مو چې ظالم قوم تباه کړ، د هغوی له قومونو ظالمانو پيروي وکړه د هغه څه چې په کومو پېرزوينو کې وو، حال دا چې د دغه څه په پيروۍ کې هغوی ظالمان وو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 115 راتلونکې هود • آیت 117