Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 12 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


فَلَعَلَّكَ تَارِكٌ بَعْضَ مَا يُوحَىٰ إِلَيْكَ وَضَائِقٌ بِهِ صَدْرُكَ أَنْ يَقُولُوا لَوْلَا أُنْزِلَ عَلَيْهِ كَنْزٌ أَوْ جَاءَ مَعَهُ مَلَكٌ ۚ إِنَّمَا أَنْتَ نَذِيرٌ ۚ وَاللَّهُ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ وَكِيلٌ 12
ترجمه:
نو ښايي چې ته پرېښودونكى يې ځینې برخې د هغه (قرآن) لره چې تا ته وحي كولى شي او په ده سره دې خپله سینه تنګېدونكې ده (له دې وېرې) چې دوى به وايي: په ده باندې خزانه ولې نه ده نازله كړى شوې، یا له ده سره مَلَك (ولې نه دى) راغلى؟ بېشكه همدا خبره ده چې ته (يواځې) وېروونكى يې او الله په هر شي باندې نګران دى هود ۱۱:۱۲
تفسیر:
ښايي ای پېغمبره د هغوی د کفر، ضد د آيتونو په اړه د وړاندیزونو سره د مخامخ کېدو له امله، د ځينو هغه څه د رسونې پرېښودونکی شې چې الله درته د هغه پر رسولو امر کړی دی، له هغه څه څخه چې هغوی ته پرې عمل ستونزمن کيږي، سينه (زړه) دې تنګيږي د هغه په رسوونه، ترڅو هغوی ونه وايي: ولې پر هغه داسې زېرمه نه نازليږي چې شتمن يې کړي يا داسې پرېښته نه ورسره راځي چې رېښتينی يې وګڼي؛ نو له دې امله ځينې هغه څه مه پرېږده چې درته لېږل کيږي، ته يوازې وېروونکی يې، هغه څه رسوې چې الله درته د رسولو امر کړی دی، پر تا لازم ندي چې همغه آيتونه راوړې کوم چې دوی يې وړانديزونه کوي او الله د هر څه ساتونکی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 11 راتلونکې هود • آیت 13