او ته هغو كسانو ته چې ایمان نه راوړي، ووایه: تاسو په خپل ځاى (او حال) عمل كوئ، بېشكه مونږ هم عمل كوونكي یو هود ۱۱:۱۲۱ ⧉
تفسیر:
او ووايه ای رسوله! هغو خلکو ته چې پر الله ايمان نلري او يوازې يې نه ګڼي، تاسو په خپله تګلاره عمل کوئ له حق څخه په مخ اړولو او بندولو کې، بېشکه موږ پر خپله تګلاره عمل کوونکي يو چې پر هغه ثابت پاتې کېدل، هغه ته بلنه او پر هغه زغم کول دي.