Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 14 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


فَإِلَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّمَا أُنْزِلَ بِعِلْمِ اللَّهِ وَأَنْ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۖ فَهَلْ أَنْتُمْ مُسْلِمُونَ 14
ترجمه:
نو كه چېرې دوى تاسو ته جواب درنه كړي (ستاسو دعا قبوله نه كړي)، نو تاسو پوه شئ چې یقینًا هغه د الله په علم سره نازل كړى شوى دى او دا چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، نو ایا تاسو اسلام راوړونكي یئ؟ هود ۱۱:۱۴
تفسیر:
نو که چېرې هغوی د خپلې ناتوانۍ له امله هغه څه را نه وړل چې ترې غوښتي مو دي؛ نو په يقيني توګه پوه شئ ای مؤمنانو! چې قرآن، الله په خپله پوهه پر استازي يې نازل کړی دی او هغه له ځانه نه دی جوړکړل شوی، پوه شئ چې په حقه له الله پرته بل د لمانځلو وړ نشته؛ نو آيا له دغه قطعي دلائلو وروسته هغه ته غاړه اېښودونکي ياست؟.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 13 راتلونکې هود • آیت 15