دغه كسان كله هم په ځمكه كې (الله لره) عاجزه كوونكي نه دي، او د دوى لپاره له الله نه سوا هیڅوك مدد كوونكي نشته، دوى ته به دوه چنده عذاب وركولى شي، دوى اورېدل نشول كولى او نه دوى لیدل كول هود ۱۱:۲۰ ⧉
تفسیر:
هغه کسان چې پر دغو خويونو متصف دي په ځمکه کې د الله له سزا د تېښتې توان نلري کله چې پرې نازله شي او له الله پرته هغوی لره ملاتړي او مرسته کوونکي نشته تر څو ورڅخه د الله د سزا مخه ونيسي، د قيامت په ورځ به يې سزا ور زياته کړل شي، د الله له لارې څخه د خپلو ځانونو او نورو د را ګرځولو له امله، په دنيا کې يې د حق او لارښوونې د منلو وړ آورېدو توان نلرلو، نه يې په نړۍ کې د الله نښې ليدلای شوی داسې چې ګټه يې ور رسولی وای، له حق څخه د هغوی د سختې مخ اړونې له کبله.