Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 24 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 24 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


مَثَلُ الْفَرِيقَيْنِ كَالْأَعْمَىٰ وَالْأَصَمِّ وَالْبَصِيرِ وَالسَّمِيعِ ۚ هَلْ يَسْتَوِيَانِ مَثَلًا ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ 24
ترجمه:
د دواړو ډلو مثال د ړانده او كاڼه او لیدونكي او اورېدونكي دى، ایا دغه دواړه په مثال كې برابرېدى شي؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ؟ هود ۱۱:۲۴
تفسیر:
د کافرانو او مؤمنانو د دوو ډلو بېلګه د هغه ړانده غوندې ده چې نشي ليدلی او هغه کاڼه غوندې چې نشي آورېدلی، دغه د هغو کافرانو د ډلې بېلګه ده چې د آورېدلو وړ حق نشي آورېدلی او نه يې ليدلی شي چې هغوی ته ګټه ورسوي او د آورېدونکي او ليدونکي بېلګه، دغه د هغو مؤمنانو د ډلې بېلګه ده چې د آورېدلو او ليدلو ترمنځ يوځای والی راولي، آيا دغه دوې ډلې د حالت او صفت له پلوه سره برابرې دي؟! برابرې نه دي؛ نو آيا د هغوی له نه برابرۍ پند نه اخلئ؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 23 راتلونکې هود • آیت 25