Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 31 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 31 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَلَا أَقُولُ لَكُمْ عِنْدِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَا أَقُولُ إِنِّي مَلَكٌ وَلَا أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِي أَعْيُنُكُمْ لَنْ يُؤْتِيَهُمُ اللَّهُ خَيْرًا ۖ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِي أَنْفُسِهِمْ ۖ إِنِّي إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ 31
ترجمه:
او زه تاسو ته (دا) نه وایم چې زما سره د الله خزانې دي او نه دا (وايم) چې زه په غیبو پوهېږم او نه (دا) وایم چې بېشكه زه مَلك یم او نه زه د هغو كسانو په حق كې چې ستاسو سترګي يې سپك ګڼي دا وایم چې الله به دوى ته له سره څه خیر ورنه كړي، الله ښه عالم دى په هغو (خبرو) چې د دوى په نفسونو كې دي۔، بېشكه زه به په دغه وخت كې خامخا له ظالمانو څخه یم هود ۱۱:۳۱
تفسیر:
او زه تاسو ته نه وايم ای زما قومه: زما سره د الله هغه زېرمې دي چې په هغو کې يې روزي ده، زه يې پر تاسو لګوم که مو ايمان راوړ، نه درته وايم: زه په پټو پوهېږم، نه درته وايم: زه له پرښتو څخه يم، بلکې زه ستاسو غوندې انسان يم او نه د هغو بېوزلو په اړه وايم چې ستاسو سترګې يې سپک ګڼي او کم يې ګڼئ: چې هيڅکله به الله نه هغوی ته توفيق ورکړي او نه لارښوونه، الله د هغوی په نيتونو او حالاتو ډېر پوه دی او بېشکه که زه د دغې دعوی وکړم، د هغو تيري کوونکو له ډلې څخه به شم چې د الله د سزا وړ دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 30 راتلونکې هود • آیت 32