Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 54 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 54 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


إِنْ نَقُولُ إِلَّا اعْتَرَاكَ بَعْضُ آلِهَتِنَا بِسُوءٍ ۗ قَالَ إِنِّي أُشْهِدُ اللَّهَ وَاشْهَدُوا أَنِّي بَرِيءٌ مِمَّا تُشْرِكُونَ 54
ترجمه:
(ستا په باره كې) مونږ يواځې همدا وایو چې تا ته زمونږ ځینې خدایانو څه ضرر دررسولى دى، هغه وویل: بېشكه زه الله ګواه كوم او تاسو (هم) ګواه شئ چې یقینًا زه له هغو (خدایانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې شریكان كوئ هود ۱۱:۵۴
تفسیر:
موږ نه وايو خو داچې زموږ ځينې معبودانو لېونی کړی يې، ځکه ته مو د هغو له لمانځلو راګرځوې، هود عليه السلام وويل: بېشکه زه الله شاهد ګرځوم او تاسو هم شاهدان اوسئ چې زه ستاسو د هغو معبودانو له لمانځلو بېزاره يم چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ؛ نو تاسو او هغه معبودان مو چې تاسو ګومان کوئ چې زه يې لېونی کړی يم زما پر وړاندې چل وکړئ بيا مهلت مه راکوئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 53 راتلونکې هود • آیت 55