Landscape MP4 Vertical MP4

سورت هود — آیت 93 (پښتو) — ویډیو

هود • آیت نمبر 93 (ټولې 123 آيتونه) • پښتو


وَيَا قَوْمِ اعْمَلُوا عَلَىٰ مَكَانَتِكُمْ إِنِّي عَامِلٌ ۖ سَوْفَ تَعْلَمُونَ مَنْ يَأْتِيهِ عَذَابٌ يُخْزِيهِ وَمَنْ هُوَ كَاذِبٌ ۖ وَارْتَقِبُوا إِنِّي مَعَكُمْ رَقِيبٌ 93
ترجمه:
او اى زما قومه! تاسو په خپل ځاى (او طریقې) عمل كوئ، یقینًا زه هم عمل كوونكى یم، ژر به تاسو وپېژنئ هغه څوك چې ده ته به داسې عذاب راځي چې هغه به رسواكوي او هغه څوك چې دروغجن دى، او تاسو انتظار كوئ بېشكه زه (هم) له تاسو سره انتظار كوونكى یم هود ۱۱:۹۳
تفسیر:
ای قومه! څومره چې کولای شئ په خپله هغه تګلاره عمل وکړئ چې خوښه کړې مو ده، بېشکه زه په خپله هغه تګلاره عمل کوونکی يم چې خوښه کړې مې ده څومره چې کولای شم، ژر به پوه شئ چې له موږ څخه چاته هغه سزا راځي چې رسوا يې کړي او څوک له موږ څخه په هغه څه کې درواغجن دی چې دعوی يې کوي؛ نو انتظاروکړئ د هغه څه چې الله يې پرېکړه کوي، بېشکه زه له تاسو سره انتظارکوونکی يم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ هود • آیت 92 راتلونکې هود • آیت 94