Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یوسف — آیت 88 (پښتو) — ویډیو

یوسف • آیت نمبر 88 (ټولې 111 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا دَخَلُوا عَلَيْهِ قَالُوا يَا أَيُّهَا الْعَزِيزُ مَسَّنَا وَأَهْلَنَا الضُّرُّ وَجِئْنَا بِبِضَاعَةٍ مُزْجَاةٍ فَأَوْفِ لَنَا الْكَيْلَ وَتَصَدَّقْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّ اللَّهَ يَجْزِي الْمُتَصَدِّقِينَ 88
ترجمه:
نو كله چې دوى په هغه ورننوتل، دوى وویل: اى عزیزه! مونږ ته او زمونږ كورنۍ ته سختي رسېدلې ده او مونږ ناقصه (كمه) پنګه راوړې ده، نو ته مونږ ته پوره پېمانه راكړه او پر مونږ صدقه وكړه، بېشكه الله خیرات كوونكو ته بدله وركوي یوسف ۱۲:۸۸
تفسیر:
د خپل پلار خبره يې ومنله، د يوسف او د هغه د ورور په لټه کې ولاړل، کله چې پر يوسف ور ننوتل ورته يې وويل: موږ ته سختي او بېوزلي را رسېدلې ده، تاته مو خپلې بېکاره او لږ پيسې راوړې دي؛ نو موږ ته پوره پوره پېمانه راکړه، لکه مخکې چې دې پېمانه راکوله، خيرات راباندې وکړه تر دې په زياتوالي يا زموږ له لږو پيسو په سترګو پټولو سره، بېشکه الله خيرات کوونکو ته غوره بدله ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یوسف • آیت 87 راتلونکې یوسف • آیت 89