چې منډې وهونكي به وي، د خپلو سرونو اوچت نیوونكي به وي، دوى ته به د خپلو سترګو رپول بېرته نه راګرځي، او د دوى زړونه به (له عقل او فهم نه) تش وي ابراهیم ۱۴:۴۳ ⧉
تفسیر:
کله چې خلک له قبرونو يې را پورته شي بلونکي ته منډې وهونکي وي، سرونه يې پورته نيولي وي له وېرې آسمان ته ګوري، هغوی ته يې سترګې نه ورګرځي، بلکې د هغه څه له وېرې شخې (سيخې) پاتې وي چې ويني به يې، زړونه يې خالي وي عقل پکښې نه وي او نه د حالت له وېرې پوهاوی وي.