Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحجر — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

الحجر • آیت نمبر 16 (ټولې 99 آيتونه) • پښتو


وَلَقَدْ جَعَلْنَا فِي السَّمَاءِ بُرُوجًا وَزَيَّنَّاهَا لِلنَّاظِرِينَ 16
ترجمه:
او یقینًا یقینًا مونږ په اسمان كې برجونه پیدا كړي دي او مونږ هغه د كتونكو لپاره ښايسته كړى دى الحجر ۱۵:۱۶
تفسیر:
او بیشکه مونږ جوړ کړي په اسمان کې غټ غټ ستوري چې خلک پرې لار معلومه وي په خپلو سفرونو کې په تیارو د وچې او دریاب کې، او مونږ ښایسته کړی دغه اسمان، چا چې ورته کتلي او لیدلی یې دی؛ د دې لپاره چې د الله تعالی په قدرت باندې پرې دلیل ونیسي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحجر • آیت 15 راتلونکې الحجر • آیت 17