او مونږه هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر په دې حال كې چې د هغه به لیك (مقرر وخت) معلوم و الحجر ۱۵:۴ ⧉
تفسیر:
او مونږ نه دی رالیږلی هلاکت په هیڅ یو کلي باندې د ظالمانو د کلیو نه مګر د هغوی لپاره مقرره نیټه وه د الله تعالی په علم کې، چې د هغې څخه نه مخکې کیدلی شو او نه وروسته کیدلی.