Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحجر — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

الحجر • آیت نمبر 52 (ټولې 99 آيتونه) • پښتو


إِذْ دَخَلُوا عَلَيْهِ فَقَالُوا سَلَامًا قَالَ إِنَّا مِنْكُمْ وَجِلُونَ 52
ترجمه:
كله چې هغوى په ده ورننوتل، نو دوى وویل: (مونږ سلام وایو) سلام ویل: هغه وویل: بېشكه مونږ له تاسو څخه وېرېدونكي یو الحجر ۱۵:۵۲
تفسیر:
کله چې هغوی راننوتل په هغه باندې، نو ویې ویل: سلام اچوو مونږ په تا، نو ابراهیم -علیه السلام- هغوی ته د هغوی د سلام نه په ښه طریقه سره جواب ورکړ، او هغوی ته یې وریت (سور) کړی سخی وړاندې کړ چې ویې خوري، نو یقینا هغه ګومان وکړ ګویا کې دوی انسانان دي، نو هر کله چې هغوی د دې نه خوراک ونه کړ، هغه ورته وویل: یقینا مونږ ستاسو څخه ویریدونکي یو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحجر • آیت 51 راتلونکې الحجر • آیت 53