Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الحجر — آیت 6 (پښتو) — ویډیو

الحجر • آیت نمبر 6 (ټولې 99 آيتونه) • پښتو


وَقَالُوا يَا أَيُّهَا الَّذِي نُزِّلَ عَلَيْهِ الذِّكْرُ إِنَّكَ لَمَجْنُونٌ 6
ترجمه:
او دوى وویل: اى هغه كسه چې په هغه باندې ذكر نازل كړى شوى دى! یقینًا ته خو لیونى يې الحجر ۱۵:۶
تفسیر:
او د مکې له کافرانو نه به پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته وییل: ای هغه سړیه چې نازل کړی شوی په هغه باندې قرآن -لکه څرنګه چې دا دعوه کوي- بیشکه ته ستا په دې دعوې کولو سره خامخا لیونی ئې او د لیونو په شان کارونه کوې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الحجر • آیت 5 راتلونکې الحجر • آیت 7